افغانستان کې د ناټو پوځيانو نوی قوماندان اسلام اباد ته رسېدلی
افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ او امريکايي ځواکونو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال جون نيکلسن گاونډي هېواد پاکستان ته په خپل لومړي سفر تللی دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو د ادارې وياند جنرال عاصم باجوه رسنيو ته وويل، چې جنرال نېکلسن د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف او نورو چارواکو سره د سيمې په امنيتي حالاتو، د سولې پروسې او په ځانگړې توگه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو په اړه خبرې وکړې.
جنرال باجوه په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ او امريکايي پوځيانو نوی ټاکل شوی جنرال جون نيکلسن د پاکستان لوی درستيز سره په دوه اړخيزو اړيکو، د سولې روانې پروسې او د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمو په اړه تفصيلي خبرې وکړې.»
جنرال نيکلسن شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د پلويانو پر ضد د پاکستاني ځواکونو وروستي پوځي عمليات وستايل او دا يې د وسله والو مخالفينو د ځپلو ښه چاره وبلله.
د شمالي وزيرستان عملياتو پر مهال پاکستاني چارواکو وويل، چې د طالبانو مشران د عملياتو له امله افغانستان ته اوړي او د ډيورينډ کرښې هغه لور ته په خوندي ځايونو کې ژوند کوي، مگر افغان چارواکو د پاکستان دا تورونه رد کړي او زياتوي، چې پاکستان يوازې د خپلو دښمنانو پر ضد عمليات کوي او هر څه د خپلو گټو لپاره کوي.