افغانستانخبرونه

مسعود د طالب زندانیانو د اعدام غوښتنه کوي

په ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی، احمدضیا مسعود غوښتنه کړې چې د طالبانو زنداني مشران باید اعدام شي. مسعود د کابل له وړمې ورځنۍ خونړۍ چاودنې وروسته ټینګار کړی چې حکومت باید له طالبانو د غچ اخیستو په دود د هغوی زنداني مشران اعدام کړي.
مسعود وايي، ولسمشر باید د هغو طالب زندانیانو د اعدام دوسیه لاسلیک کړي، چې محکمې پرې د اعدام پرېکړه کړې ده.
په کابل کې د ملي امنیت پر لسم ریاست د سې شنبې د ورځې د چاودنې تلفات نن ۶۴تنو ته ورسېدل.
احمدضیا مسعود شک څرګندوي، چې ښايي په حکومت کې دننه ځینو کړیو له طالبانو سره د یادې حملې په ترسره کولو کې مرسته کړې وي. له دوو کلونو راهیسې په حکومت کې له طالبانو سره د همکارۍ خبره کېږي؛ خو تر دې دمه څوک په دې تور نه دي نیول شوي.
ولسمشرۍ ماڼې د مسعود د غوښتنې په تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button