حامد کرزی: امريکا د پاکستان تېري په اړه افغانستان سره په کړو ژمنو عمل نه کوي
پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې امريکا افغانستان سره ژمنه کړې وه، چې د گاونډيو هېوادونو له لوري د هر ډول گواښ پر وړانډې به د افغانستان دفاع کوي، مگر له تېرو څو کالو راهيسې پاکستان په پرله پسې توگه پر افغانستان تيري کوي او امريکا په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
پخواني ولسمشر د هېواد وروستيو حالاتو په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان نظامي ځواکونه له تېرو څو کالو راهيسې د افغانستان پر خاوره ځمکني او هوايي بريدونه کوي.
د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې پر امريکا نيوکې شوي د ستراتيژيک او امنيتي تړون پر مهال پر شوو ژمنو عمل نه کوي.
«د افغانستان پر خاوره د پاکستان تيري په اړه د امريکا خاموشي راته د نيوکې وړ بريښي او په دې اړه خپل اعتراض ته دوام ورکوم.»
پخوانی ولسمشر له هغو کسانو څخه دی، چې د حکومت پر پاليسيو او سیاست نيوکې کوي او گاونډي هېواد پاکستان هم افغانستان کې د روانو ناخوالو عامل بولي.
حامد کرزي ويلي، چې د افغانستان روانې جگړې او بهرني عوامل د دې لامل شوي، چې د سولې پروسه ناکامه کړي.