د طالبانو د چارو پوه او سياسي شنونکی احمد وحيد مژده په راتلونکې کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د ډېرېدو خبر ورکړی دی. نوموړي ويلي دي، چې د طالبانو د مشر په توګه د مولوي هبة الله اخندزاده په ټاکلو به جگړه زور واخلي.
ښاغلی مژده زياتوي، چې د ملا محمد عمر اخوند له مړينې وروسته د طالبانو تر منځ اختلافات رامنځته شو او د مشر په توگه د ملا منصور له ټاکل کېدو وروسته نور هم ډېر شو، خو طالبانو هڅه کړې، چې د ملا منصور له مرگ وروسته نور دا کار تکرار نه شي. «د ملا عمر کورنۍ چې د طالبانو رهبرۍ ته يو مشروعيت وربښي، د ملا عمر زوی ملا يعقوب يې د مولوي هبة الله د مرستيال په توگه ټاکلی دی».
د مژده په اند طالبانو د خپل مشر د بل مرستيال په توگه د سراج الدين حقاني په ټاکلو وښوده، چې د لويې پکتيا مساله هم ورته مهمه ده او يوازې د کندهار خلک د طالبانو د تحريک په لارښوونه کې رول نه لري.
ماندگار ورځپاڼې سره مرکه کې د طالبانو د چارو دغه پوه څرگنده کړې، چې دولت دې د يوې مودې لپاره له طالبانو سره د سولې خبرې ډډې ته کړي، ځکه دا به داسې يوه وخت کې ستونزمنه وي.
هغه وړاندې ويلي، ملا منصور د طالبانو د مشرۍ پر مهال هڅه وکړه، چې طالبان نړيوالې ټولنې سره پخلا کړي او د قطر دفتر يې پرانېست، خو نوی مشر مولوي هبة الله به د ملا عمر په څېر هره مهمه پرېکړه کې کوېټې شورا او طالب مشرانو ته مراجعه وکړي. چې له دې امله به د سولې خبرې ستونزمنې او د طالبانو بریدونه ډېر شي.
مولوي هبة الله اخندزاده وروسته له هغه د طالبانو مشر وټاکل شو، چې د هغوی پخوانی مشر د پاکستان بلوچستان ايالت کې د امريکې د بې پيلوټه الوتکې يوه بريد کې له منځه ولاړ. د طالبانو د نوي مشر په ټاکل کېدو د امريکايي ولسمشر په گډون گڼو بهرنيو سياستوالو وويل، چې طالبانو سره سوله سخته شوه او دغه ډله به خپل بريدونه ډېر کړي. خو افغان دولت او امريکا بيا وايي، چې د طالبانو په مخ کې يوازې يوه لار پاتې، چې هغه سوله ده او له دې پرته به له ورته غبرگون سره مخ شي.