ننگرهار کې څلوېښت مېگاواټه برېښنا جوړېږي
د ننگرهار ولايت د رسنيو دفتر خبر ورکړی، چې دې ولايت کې د څلوېښت مېگاواټو په ظرفيت لمريزه برېښنا جوړېږي.
د اسيا د پراختيايي بانک مسوولينو ويلي، د ننگرهار په حصار شاهي دښته کې څلوېښت مېگاواټه لمريزه برېښنا جوړوي.
د دغې ادارې مسوولينو نن د ننگرهار له والي سليم خان کندوزی سره ناسته کې د دې برېښنا جوړولو ژمنه کړې ده.
د اسيا د پراختيايي بانک يوه مسوول فضل الله فضلي وويل، د دوی اداره د ننگرهار په حصار شاهي دښته کې د څلوېښت مېگا واټو په ظرفيت د لمريزې برېښنا مرکز جوړوي.
هغه زياته کړه، په سيمه کې به لومړی تخنيکي سروې وشي او وروسته به د لمريزې برېښنا جوړولو چارې پيل شي. خو ښاغلي فضلي ونه ويل، چې د برېښنا جوړولو دا چارې به په څومره موده کې بشپړې شي.
د ننگرهار والي د اسيا د پراختيايي بانک د مسوولينو مننه وکړه او په دې برخه کې يې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د هغه په وينا له دې برېښنا به سيمه کې صنعتي پارکونه، د پوليسو او غازي امان الله خان ښارگوټي او بټي کوټ او روداتو ولسوالۍ هم برخمنې شي.