«پاکستان دې د فضل الله وحيدي د پيدا کولو لپاره جدي هڅې وکړي»
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت اسلام اباد کې د هرات او کونړ د پخواني والي سيد فضل الله وحيدي د ورکېدو په اړه د خپلې اندېښنې څرگندولو په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې د نوموړي پيدا کېدو په اړه جدي هڅې وکړي.
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، چې ښاغلی وحيدي تېره ورځ په داسې وخت کې د اسلام اباد له ايف ۷ ناحيې ورک شو، چې نوموړی د کوم اروپايي هېواد ويزې اخيستو لپاره پاکستان ته تللی و.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې پاکستاني مقامات بايد د سيد فضل وحيدي د پيدا کولو هڅې وکړي او د هغه تښتوونکي ونيسي.
اسلام اباد کې افغان سفارت د دې پېښې په اړه ويلي، چې پاکستاني چارواکو دوی ته ډاډ ورکړی، چې د فضل الله وحيدي د پيدا کولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي.
تر اوسه هېڅ ډلې د ښاغلي وحيدي د تښتولو مسووليت نه دی منلی.