هندوستان په راتلونکو دوه مياشتو کې د روسي ساخت ۴ «Mi۲۵» ډوله هليکوپترې افغانستان ته ورکوي.
دغه هليکوپترې به د افغان پوځ له لوري د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړه کې وکارول شي.
هندي سرچينو راپور ورکړی، چې روانه اونۍ په دې هېواد کې له هندي چارواکو سره د افغانستان د بهرنيو چارو د مرستيال وزير په ليدنه کې نوموړي ۲۰۱۵ز کال د افغانستان لپاره تر پخوا ډېر خونړی وباله.
د بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزي ويلي: «موږ تر ټولو ډېر تلفات ليدلي، هره ورځ له شلو ډېرو ولايتو کې د تشدد شاهدان يو، بايد په دې وغږېږو».
حکمت خليل وايي، دا چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، له وسله والو سره په مبارزه کې بايد تشه رامنځته نه شي، د دې لپاره موږ توپ لرونکو هليکوپترو ته اړتيا لرو.
د هغه په وينا حکومت دوه نيم کاله وړاندې ۱۵۰۰۰۰ ايتلافي ځواکونه او له ۲۰۰۰۰۰ ډېر قرارداديان لرل، خو د بهرنيانو له وتو سره افغان پوځ د مخالفينو په وړاندې يوازې پاتې شو.
کرزي زياته کړه؛ افغان ځواکونه اوس د خپل نظامي ظرفيت لوړولو ته اړ دي او له همدې امله افغان حکومت خپلو ملګرو هېوادونو ته د مرستې لپاره مراجعه کوي.
ياده دې وي چې هند په تېر اپرېل مياشت کې هم افغانستان ته نظامي موټران او درې کوچنۍ هليکوپترې ورکړې وې.