افغانستان

چارواکو نادعلي کې د چورلکې بېړنۍ ناسته تاييد کړه

د هلمند امنيتي چارواکو منلې ده، چې يوې چورلکې تېره شپه د دې ولايت نادعلي ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

طالبانو له دې وړاندې خبر ورکړی و، چې د نادعلي په شاول مانده سيمه کې يې د چاپې په موخه د راغليو امريکايانو چورلکه د بېرته پورته کېدو پر مهال ويشتلې او راغورځولې ده. هغوی زياته کړې وه، چې الوتکه د شنې جامعې په سه شنبې مېلې سيمه کې غورځېدلې ده.

د سيمې خلک هم وايي، چې بېگا ياده سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې او چورلکه هم د وسله والو په ډزو لگېدلې ده. يوه تن گل محمد پژواک سره خبرو کې ويلي، چې چورلکه طالبانو په نښه کړې او راغورځولې ده.

خو هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان وايي، دې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده. تورن جنرال معين فقير زياته کړې ده، چې د دولتي ځواکونو يوې چورلکې تېره شپه د عملياتو پر مهال د تخنيکي ستونزو له کبله يوه دښته کې بېړنۍ ناسته وکړه، او اوس يې پر جوړولو کار روان دی.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف وايي، چورلکه له لگېدو وروسته سوځېدلې او په کې سپاره ټول بهرني عسکر وژل شوي دي، چې وروسته د نورو الوتکو پر مټ له سيمې ويستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button