سيمه او نړۍ

صومال کې د امريکا بې پيلوټه بريد کې د الشباب ۱۵۰ غړي وژل شوي

د امريکا دفاع وزارت پنټاگون وايي، چې صومال کې د الشباب وسله‌ والې ډلې پر مرکز بې پيلوټه بريد کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه وژل شوي او گڼ نور ټپيان دي.

د پنټاگون وياند کيپټن ډيوس په وينا د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د الشباب ډلې پر هغه مرکز بريد وکړ، چې سلگونو غړي يې په نظامي تمرين بوخت وو او غوښتل، چې د سترې حملې لپاره تياری وکړي.

د پنټاگون له قوله په دغه بريد کې يونيم سله تنه وژل شوي او لسگونو نور ژوبل دي.

د پنټاگون وياند رسنيو ته ويلي، چې د تېرې شپې دغه بريد د صومال له پلازمېنې موگاديشو څخه ۱۲۰ کليومتره لرې د الشباب پر يو نظامي پنډ غالي شوی دی.

د امريکا دفاع وزارت زياتوي، چې دوی له ډېر وخته د دغه مرکز څارنه کوله او بالاخره دې پرېکړې ته اړ شول، چې بريد پرې وکړي؛ ځکه چې نور يې گواښ په عمل بدلېده، مگر دا يې نه دي ويلي، چې دغو وسله‌والو په کوم ځای کې د بريد تابيا درلوده.

د يادونې وړ ده، چې الشباب جهادي ډله په خپل هېواد کې د سوچه اسلامي نظام د نفاذ لپاره وسله واله مبارزه کوي.

د حکومت او الشباب ترمنځ له تېرو څو کالو جگړې روانې دي، د صومال گڼې سيمې اوس هم د دوی په لاس کې دي او له هغه ځايه پر حکومتي چارواکو او ودانيو بريدونه کوي.

يوازې د روان کال په ترڅ کې الشباب څلور ستر بريدونه کړي، چې له امله يې تر اوسه نږدې ۲۵۰ تنه وژل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button