قطر سوريه کې عملياتو کې گډون کوي
له بحرين، اماراتو او سعودي وروسته قطر هم د سعودي په ملاتړ سوريه کې عملياتو کې د گډون ويلي دي.
سعودي تېره اوونۍ اعلان کړه، چې سوريه کې به د داعش جگړهمارو پر ضد عمليات پيل کړي.
د قطر چارواکو ويلي، که سعودي په دې اړه غوښتنه وکړي، ځمکنيو عملياتو کې به ورسره گډون وکړي.
«شرق الأوسط» ورځپاڼې د قطر د دفاع وزير له خولې ليکلي، «که رياض غوښتنه وکړي، له سعودي او اماراتو سره به اوږه په اوږه د ترورستانو پر ضد جگړه وکړي». د قطر دفاع وزير وايي، هيواد يې له تېر کال راهيسې په دې اند دی، چې که د سوريې د خلکو دفاع لپاره ځمکنيو پوځي عملياتو ته اړتيا وي، بايد ترسره شي».
دا په داسې حال کې ده، چې روسيه له ډېرې مودې راهيسې سوريه کې ځمکني او هوايي عمليات کوي او وايي، چې سلگونو داعش جنگيالو ته يې مرگ ژوبله اړولې. خو له سوريې خپرېدونکي خبرونه ښيي، چې نږدې هره ورځ هلته د روسيې د بمبار له کبله لسگونه ولسي وگړي وژل کېږي. د سيمې گڼ فعالان دعوه کوي، چې روسیه د داعش پر ځای د سوريې د دولت منځلاري مخالفين وژني.
هېره دې نه وي، چې ايران هم نن سوريه کې د خپلو هوايي بريدونو د پيلولو خبر ورکړی دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د قطر، بحرين او اماراتو له لوري د سوريې عملياتو کې د گډون خبرې «تبليغات» بللي دي، چې په وينا يې «همدا هم سيمه کې د لا تاو تريخوالي او خطر سبب جوړېدای شي».