سعودي ترکيې د جنگي الوتکو لېږل تاييد کړل
د سعودي عربستان دفاع وزارت سلاکار منلې، چې جنگي الوتکې يې د ترکيې انجرليک هوايي ډگر ته د دې لپاره لېږلي، چې ترکي الوتکو سره په گډه د داعش پر ضد جگړه کې برخه واخلي.
د سعودي دفاع وزارت سلاکار جنرال عسيري الجزيرې تلويزون ته وويل، چې هېواد يې د داعش بريدونو له گواښ سره مخ دی او څو ځل يې سعودي عربستان کې بريدونه او چاودنې هم کړي، له همدې امله سعودي عربستان اړ دی، چې «د دغه ترهگر تنظيم پر ضد ترکيې سره په گډه عمليات وکړي.»
ايا دا عملیات به د روسيې اندېښې او گيلې را ونه پاروي؟ جنرال عسيري وويل، چې ترکيه او سعودي عربستان دا عمليات په يوازې ځان نه، بلکې د نړيوال ايتلاف تر سيوري لاندې يې کوي او څوک بايد په دې اړه اندېښمن نه شي.
جنرال عسيري زياته کړه، چې روسيې سوريې کې د خپلو عملياتو پيلولو پر مهال ويلي و، چې د داعش پر ضد جگړه کوي او دوی هم د داعش پر ضد بمبارۍ کوي او د ځمکني پوځ د لېږلو او مېکانېزم په اړه يې هم سلامشورې پيل کړي دي.
«د سوريې بحران په اړه د سعودي دريځ څرگند دی، موږ د بشارالاسد د منځلارو مخالفينو ملاتړ کوو، موږ گورو، چې بشارالاسد او داعش ډله دواړه د سوريې ولس وژنی او دواړه د يوې سيکې دوه مخه دي.»
تېره ورځ د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولو جاويش اوغلو ويلي و، چې ښايي ترکيه او سعودي عربستان په گډه د داعش ډلې پر ضد عمليات پيل کړي.
جاويش اوغلو ميونخ کې رسنيو ته وويل، چې د دغو عملياتو موخه د نړيوال ايتلاف لاندې د داعش ډلې له منځه وړل دي او ټينگار يې وکړ، چې سعودي او ترکيه دواړه د يوې ستراتيژي په جوړلو کار کوي، چې څنگه په گډه د سوريې په شمال کې د داعش پر ضد ځمکنۍ جگړې پيل کړي.