سيمه او نړۍ
فضا ته له لېږلو وروسته روسي سپوږمکۍ ورکه شوې

په دې وروستيو كې روسيې فضا ته دوه سپوږمکۍ ته لېږلي، چې يوه يې ورکه شوې ده.
روسي خبري اژانس «ټاس» د نوم نه ښودلو په شرط د روسيې امنيتي چارواکو له خولې ويلي، چې «کانوباس ايس ټي» په نوم د روسيې يوه سپوږمکۍ ورکه شوې او تر اوسه يې هېڅ درک نه دی لګېدلی، مګر د روسيې دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سرچينو په وينا، څه موده وړاندې د روسيې دفاع وزارت په يو راکټ کې دوه توغندي فضا ته لېږلي وو، چې يو يې په هوا کې ورک شوی دی.
بل پلو روسي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې درې «امريکايي، روسي او جاپاني» ستورمزلي به د راتلونکي ډسمبر په يوولسمه د روسيې نړيوال هوايي مرکز کې، د روسي سپوږمکۍ په واسطه کوز شي.