سيمه او نړۍ

امريکا پاکستان ته اته F16 الوتکې ورکوي

د امريکا متحده ايالاتو د يوې پرېکړې له مخې پاکستان ته د اتو اېف شپاړلس الوتکو د ورکولو هوکړه ليک لاسليک کړی. له دې الوتکو سره به رادار او نور مهمات او روزنه هم وي. د دې الوتکو پيسې شپږ سوه نهه نوي مليون ډالر کېږي، چې پاکستان به يې پرې کړي.

پر بهرنيانو د وسلو د خرڅلاو د همغږۍ رامنځته کولو امريکايي اژانس ويلي، کانگرېس د دې هوکړې په اړه خبر دی. سرچينې پاکستان ته د دې الوتکو ورکولو موخه په سويلي اسيا کې د امريکا د يوه ملگري هيواد خونديتوب او د امريکا د بهرنيو چارو سياسي هدف ترلاسه کول ښودلې ده.

د امریکا د همکارۍ، امنيت او دفاع اژانس زياته کړې ده: «د دې معاملې هدف پاکستان سره د امنیتي گواښونو په له منځه وړلو کې مرسته ده، پاکستان له دې الوتکو د ترهگرۍ ضد عملياتو کې گټه اخيستی شي».

دغه الوتکې په هر ډول هوا کې او د شپې مهال هم د الوت وس لري.

د هند د بهرنيو چارو وزارت په دې کار سره له امريکايي حکومته خپگان ښودلی، خو امريکا وايي، دا معامله يې د هند په زيان نه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button