سيمه او نړۍ

د پاکستان سند کې زهرجنو شرابو اتلس تنه وژلي

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د سند صوبې د ټنډو محمد خان سيمې په کريم اباد کالونۍ کې د زهرجنو شرابو څکلو له امله تر دې دمه اتلس تنه وژل شوي دي. سرچينو زياته کړې ده، چې وژل شويو کسانو کې مېرمنې هم شاملې دي.

چارواکي وايي، د پېښې له امله يې د سيمې د پوليسو د مشر دنده ځنډولې ده.

د سرچينو په وينا زهرجنو شرابو ځپلي نور کسان حيدر اباد روغتون او ټنډو محمد خان روغتون ته لېږدول شوي دي. د سيمې خلکو د پېښې پر ضد تېره شپه په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

د سند چارواکو د پېښې راپور غوښتی دی او ويلي يې دي، چې شرابو تيارولو کې ککړ کسان يې نيولي دي.

د يادونې ده، چې د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې تر دې مخکې هم گڼې داسې پېښې رامنځته شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button