خبرونه

خيبرپښتونخوا: باچا خان پوهنتون کې ډله‌ييز بريد روان دی

د خيبر پښتونخوا چارسدې سيمه کې باچاخان پوهنتون کې د ناڅرګندو بريدګرو له ډزو او چاودنو وروسته پوليس او د پاکستان اردو پوهنتون ته رسيدلې او دمگړۍ د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ ډزې روانې دي.

د باچا خان پوهنتون رييس فضل رحيم مروت رسنيو ته ويلي، چې څلور بريدګر پوهنتون ته ننوتي او تر اوسه د دوی په ډزو او چاودنو کې يو پروفيسر سيد حامد حسين وژل شوی او د يو محصل په گډون اته تنه ټپيان دي.

دمگړۍ د هلکانو ليليه کې د بريدگرو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي، چې د اردو بېړنيو عملياتو ځانگړي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، بريدگرو سره يې جگړه پيل کړې ده او نظامي چورلکې هم د عملياتو څارنه کوي.

د محصلينو کورنۍ او دوستان د پوهنتون مخته د خپلو خپلوانو او زامنو د ليدو لپاره ولاړ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button