افغانستانسلايډ

ولسمشر غني سويس ته ولاړ

د ملي يووالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه لوړ رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ سويس ته تللی. غني به د سويس په ډاووس ښار کې د اقتصاد د نړيوالې ټولنې په غونډه کې گډون وکړي.

غني سره په دې سفر کې د ماليې وزير اکليل حکيمي او د ولسمشر سلاکار ډاکټر همايون قيومي هم مله دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، ولسمشر غني به په دې دوه ورځيني سفر کې د يادې غونډې په دوه جلا ناستو کې وينا وکړي.

ښاغلی غني به هلته د دغې ټولنې له رييس، د ناټو له سرمنشي، د گډون کوونکو هيوادونو له يو شمېر مشرانو او د اقتصادي شرکتونو له رييسانو سره وگوري.

ويل کېږي، ولسمشر به هلته د امريکا، پاکستان او افغانستان په درې‌اړخيزه او همدا راز د افغانستان په راتلونکې او د نړۍ په امنيت او ثبات پورې تړليو غونډو کې هم برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button