افغانستان

ملي امنيت شورا د ۵۸۰ بې ګناه بنديانو د خوشې کولو اجازه نه ورکوي

ملي امنيت شورا د ۵۸۰ تنو هغو بنديانو د خوشې کولو اجازه نه ورکوي، چې د محکمې له لوري بې ګناه اعلان شوي دي.

په پارلمان کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد ويلي: «۵۸۰ تنو بنديانو له درې محکمو برآت اخيستی دی، خو ملي امنيت شورا د هغوی د خوشې کولو اجازه نه ورکوي». نوموړي زياته کړه، دغه زندانيان اوسمهال د باګرام او پلچرخي زندانونو کې پراته دي، سره له دې چې باید خوشې شي، ملي امنيت شورا يې نه پرېږدي، نوموړي پر شورا نيوکه وکړه او ويې ويل: «ملي امنيت شورا له درې‌ واړو محکمو ځان پورته بولي او پرېکړې يې نه عملي کوي».

د هيواد اساسي قانون ته په کتو هيڅ اداره د محکمو پرېکړو کې لاسوهنه نه شي کولای او نه يې مخه نيولای شي.

د ولسي جرګې مرستيال ظاهر قدير هم د ملي امنيت شورا له لوري دغه کار د محکمو په چارو کې لاسوهنه بللې ده او زياته کړې يې ده، چې پارلمان يې مخالف دی.

د پارلمان نورو وکيلانو دې ته اشاره وکړه، چې په باګرام زندان کې بنديان په خورا بد حالت کې دي، هغوی نيوکه وکړه: «حکومت نه خپله بنديانو ته د اړتيا وړ شيان ورکوي او نه د هغوی د کورنيو غړي پرېږدي، چې د زندان دننه خوراک او جامه يوسي». د ولسمشر غني د حکومت له پيل راوروسته د هيواد له بېلابېلو ولايتونو سلګونه بنديان باګرام ته ولېږدول شول، چې له امله يې په ګڼو زندانونو کې اعتراضونه هم وشول.

ولسي جرګې له دې وړاندې هم په زندانونو کې د ولسمشر د اختريزو فرمانونو د نه عملي کېدو له امله نيوکه کړې وه او ويلي يو چې د لوی اختر درې مياشتې تېرې شوې، خو د ولسمشر يو فرمان هم عملي نه شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button