افغانستان
کونړ اسعد اباد کې ځانمرگي بريد درنه مرگ ژوبله واړوله
د کونړ ولايت مرکز اسعد اباد کې ځانمرگي بريدگر يوولس تنه وژلي او نږدې شپېته کسان يې ټپيان کړي دي.
د کونړ والي وحيدالله کليمزی وايي، چې د دغې چاودنې هدف د دانگام ولسوالۍ قومي مشر حاجي خان جان و، چې تېر کال يې دغې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد يې د محلي پوليسو مشري کوله او اوس يې هم سيمه کې د حکومت په پلوۍ فعاليتونه کول.
د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې حاجي خان جان او لس تنه نور وژل شوي او څلوېښت تنه ټپيان دي، مگر د کونړ ولايتي روغتون ډاکټران وايي، چې له شپېتو زيات ټپيان يې روغتون ته وروړي دي.
د چاودنې په اړه بشپړ جزيات تر اوسه نه دي په ډاگه شوي او نه هم چا د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.