
د سمنگان ولایت سیمهایز چارواکو رسنیو ته وویل چې تېره شپه د سمنگان ولایت په لویه لار کې یو مسافروړونکی موټر له یوه باربري موټر سره ټکر کړی دی.
منیر رحیمي د سمنگان د پولیسو ویاند رسنیو ته وویل چې تر دې دمه د مړو دقیقه شمیره نه ده معلومه خو فکر کیږي چې د مړو شمیر ۵۰ تنو ته رسیږي. ده زیاته کړه چې سیمي ته پولیس رسېدلي دي تر څو زخمیان روغتون ته ورسوي. تر دې دمه د پیښې په اړه نور څه نه دې ویل شوي.
افغانستان د سمو لویو لارو د نه لرلو له امله هر کال ډیري ترافیکي پیښې لري چې له کبله یې ډیر انسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.