وسلهوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګنده کړې ده چې له افغان حکومت سره د بندیانو د تبادلې لپاره تیار دي. طالبانو په تازه خبرپاڼه کې لیکلي دي چې د خپلو اسیرانو د خلاصون لپاره «له هرې ممکنه لارې څخه» ګټه پورته کوي.
سره له دې چې د افغان جګړې ښکېلې غاړې له یوه بل سره د جګړې اسیران لري؛ خو تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تبادلې بېلګې ډېرې د پام وړ نه دي. افغان حکومت او طالبانو په ۲۰۰۷م کال کې یو ایټالوی ژورنالیست، ډانیل ماسټروجیاکومو د طالب مشر، استاد یاسر پر سر تبادله کړ.
طالبانو د ۲۰۱۴ م کال په جولای کې د امریکايي اسیر، بو برګډال پر سر هم وکولی شول چې له ګوانتانامو زندانه خپل پنځه تنه لوړپوړي اسیران ازاد کړي. یاده تبادله د طالبانو او امریکا ترمنځ د لوړې کچې تبادله ګڼل کېږي. دغې تبادلې د ولسمشر اوباما پر حکومت د اپوزیسیون له لورې ډېرې نیوکې راوپارولې.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي: «د اسلامي امارت مسوولینو له یو شمېر نړیوالو بې پرې ادارو سره د تبادلې په اړه مقدماتي او توضیحي خبرې کړي او د اصولو په چوکاټ کې يې تبادلې ته له خپل چمتووالي څخه خبر کړي دي».
طالبان ډاډ ورکوي چې چمتو دي له افغان حکومت سره د اسیرانو پر سر تبادله وکړي: «د دغې اعلامیې له لارې یو ځل بیا غواړو ښکاره کړو چې اسلامي امارت د خپلو اصولو په چوکاټ کې له دښمن سره د خپلو اسیرانو پر تبادله باور لري او د دغه بهیر د پيلولو لپاره بشپړ چمتووالی لري».
افغان حکومت تر دې دمه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.