خبرونهسيمه او نړۍ

روسيې د امنیت شورا پر بیړنۍ غونډې نیوکه وکړه

روسيې د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې نیوکې وکړې. ملگرو ملتونو د سوریې د مضایا ښار انساني کړکیچ د پای ته رسولو لپاره بیړنۍ غونډه راوغوښته. په ملگرو ملتونو کې د روسيې د دایمي استازي مرستیال، بیتر‌لیکشوف رسنیو ته وویل چې دا «یوه سیاسي غونډه وه». په راتلونکو ورځو کې به د سوريې د کړکیچ د اواري لپاره د ملگرو ملتونو عمومي غونډه ترسره کېږي.

لیکوشوف همداراز د فرانسې تورونه رد کړل چې گواکې دوی په سوریه کې خپله دنده په ښه ډول نه تر سره کوي. ده زیاته کړه چې هېواد یې له هغو هیوادونو څخه په اندېښنه کې ده چې د داعش، النصره جبهې او احرار الشام ترهگرو ډلو سره مرسته کوي.

د روسيې استازي مرستیال ادعا وکړه چې د دوی الوتکو د دیرالزور ښار له خلکو سره انساني مرستې کړې دي؛ خو مرستیال دا څرگنده نه ‌کړه چې د دیرالزور ښار له کومې برخې سره يې مرسته کړې ده. دا په داسي حال کې ده چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مسوول کوبانغ د مرستیال ادعا رد کړې ده. کوبانغ رسنیو ته وویل چې د دوی څېړنو له مخې تر دې دمه روسانو کومه مرسته نه‌ ده کړې. ده روسان په دې تورن کړل چې د دوی مرستې د داعش له ډلې سره دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button