سيمه او نړۍ
د انقرې د برید پړه “کردستان خپلواکۍ بازانو” ډلې ومنله

په انقره کې د چهار شنبه د برید پړه کردستان خپلواکۍ بازانو یا ( صقور حریة کردستان) ډلې په ځان ومنله. تیره چهار شنبه د ترکیې په پلازمینه انقره کې په شوې چاودنه کې ۲۸ کسان وژل شوي او لس گونه نور ټپیان شوي وو. د چاودنې پړه داود اوغلو پر سوریایې کردیانو واچوله خو تیره ورځ بیا د کردستان خپلواکۍ بازانو ډلې د برید پړه ومنله.
د کردستان خپلواکې بازانو ډلۍ خپلې څرگندونې د انټرنیټ له لارې رسنیو ته په یو اعلامیه کې کړي. په اعلامیه کې لیکل شوي ” دا بريد يې د ترکيې په جنوب ختيځ کې د پوځ لخوا د کردانو پرضد د عملياتو په ځواب کې کړى دى”.
په اعلامیه کې وویل شوي چې ” برید گر ۲۶ کلن ترکی ځوان وو، چې د ترکیې په ختیځ ښار فان کې زیږدیدلی وو.