تل ابيب: فلسطيني ځوان ۴ اسرائيل په چاړه ووهل
د تل ابيب جنوب لور ته په يوه کليسا کې يوه فلسطيني وګړي د چاړه پر مټ دوه اسرائيليان وژلي او دونه نور يې ژوبل کړي دي.
پوليس وایي، بريدګر تن يې نيولی دی، خو د دوی له نيولو وړاندې په خپله هم ټپي شوی دی.
اسرائيلي پوليسو لومړی ديوه تن د وژل کېدو او ۳ نورو د ټپي کېدا خبر ورکړ، خو وروسته يې اعلان کړه، چې يو بل تن هم د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د پوليسو ويانده لوبا السمري وايي، پېښه د تل ابيب د بانوراما ودانۍ په دويم پوړ کې رامنځته شوې ده، چې دوه ځوان اسرائيل په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، د هغې په وينا د پېښې ټپيان د تل ابيب اخيلوف روغتون ته وړل شوي دي.
لوبا زياته کړې ده، چې بريدګر فلسطينی ۲۴ کلن ځوان دی او ډېر ژور نه دی ټپي شوی.
د اسرائيلو د لومړي وزير وياند اوفير جندلمان هم ويلي، چې په ياد ځای کې د يهودو په يوه کليسا کې د يوه فلسطيني په بريد کې ۴ اسرائيلو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياده دې وي، چې د تېر اکتوبر له پيله د فلسطينيانو او اسرائيلي پوليسو او پوځ تر منځ نښتې روانې دي، چې تر دې دمه په کې نږدې ۲۰ اسرائيل او له ۱۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي او نږدې هره ورځ د ورته يوې پېښې راپور ورکول کېږي.