افغانستان
د ارغنداب جګړه د ټولو ۵ بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل شوې جګړه د ټولو ۵ بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېده.
د کندهار د والي وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې ۵ تنو وسله والو نن سهار ۷ بجې جګړه پيل کړه، او شېبه وړاندې پای ته ورسېده.
صميم خپلواک زياته کړه، چې لومړی يوه سرتېري بريدګر د ارغنداب ولسوالۍ په اول قراول کې چاودنه ترسره کړه او وروسته ۴ نورو بريدګرو ولسوالۍ ته د ننوتو هڅه وکړه.
د هغه په وينا بريدګر د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول چې په پايله کې ټول ووژل شول.
د والي وياند وايي چې په جګړه کې د ملي اردو يو عسکر هم وژل شوی دی، خو بل چا ته زيان نه دی اوښتی.
طالبانو تر دې دمه د يادې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.