افغانستان
عامه کتابتون د ښوونې او روزنې وزارت ته زرگونه کتابونه ورکړي

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت عامه کتابتون د ديني، طبي او معلوماتي کتابونو په گډون د ښوونې او روزنې وزارت مرکزي کتابتون او نورو کتابتونونو ته اته زره کتابونه ورکړي دي.
د دې وزارت د عمومي تعليماتو مرستيال محمد ابراهيم شينواری وايي، د کتابونو دغه مرستې د دې لپاره شوې دي، چې د زده کړيالانو معلومات زيات او د مطالعې فرهنگ رواج شي. نوموړی زياتوي چې دغه وزارت کولی شي د ښوونې او روزنې وزارت سره بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستيال ډاکټر کمال سادات وايي، وزارت حاضر دی چې ښوونې او روزنې وزارت سره په مختلفو برخو کې مرسته وکړي او ملاتړ يې وکړي.
د يادونې ده چې ښوونې او روزنې وزارت له دې کتابونو پرته نور له لس زرو ډېر کتابونه لري چې د زده کوونکو د مطالعې لپاره کتابتونونو کې ځای پر ځای دي.