خبرونه

«امريکا د دريمې نړيوالې جگړې د رامنځته کوونکو هيوادونو په سر کې ده»

يوه امريکايي چېنل په خپل يوه راپور کې لس هغه هيوادونه په گوته کړي، چې شايد د دريمې نړيوالې جگړې د رامنځته کېدو سبب شي.

د «ټاپ لسټ» په نوم امريکايي چېنل ويلی، نړۍ اوسمهال د گڼو جگړو شاهده ده، نږدې هيڅ ځای له اندېښنو خالي نه دی، په ځانگړي ډول منځنی ختيځ، چې اسرائيل، ايران، سوريه او ترکيه هغه مخکې هيوادونه دي، چې شايد د دريمې نړيوالې جگړې د رامنځته کېدو سبب شي.

راپور زياته کړې، لومړی هغه دولت چې شاید د دغې جگړې پيل وکړي، امريکا وي، ځکه د نړۍ په هرو لسو جنگونو کې په مستقيم يا غير مستقيم ډول ورگډه ده.

دا راپور په داسې حال کې ورکول کېږي، چې سيمه له بېلابېلو ستونزو، جگړو او ټکرونو سره مخ ده، چې د غربي هيوادونو او روسيې ستره لاسوهنه په کې ده.

افغانستان هم د ځينو نورو هيوادونو په څېر د امريکا او روسيې د راتلونکي احتمالي ټکر د ډگر په توگه بلل کېږي، چې اوسمهال دواړه قوتونه هلته د خپل نفوذ ډېرولو هڅه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button