خبرونه
فضل الله وحیدي د تښتوونکو له منگولو خلاص شو

د کنړ او هرات پخوانی والي چې له دوو اوونیو راهیسې د اسلام اباد په اف ۷ سیمه کې د دوو تنو وسلهوالو له لوري تښتول شوی وو نن یې له منگولو را خلاص شو.
سید فضل الله وحیدي چې اسلام اباد ته د شینگن ویزې تر لاسه کولو لپاره اسلام اباد ته تللی وو له دې پېښې سره مخ شو. د دې پېښې په غبرگون کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر په کابل کې احضار کړ او له پاکستان څخه یې غوښتنه وکړه چې د فضل الله وحیدي په خلاصون کې گړندي گامونه واخلي.
پاکستان د وحیدي د پلټنې لپاره خپل لومړني کوښښونه ناکام وبلل او په راتلونکي کې د کوښښ ژمنه وکړه چې نن پخپله وحیدي د تښتوونکو له منگو راخلاص شو.
د افغانستان لوړ پوړي چارواکي د خپلې دندې پر مهال دا اجازه نه لري چې پاکستان او ایران ته سفر وکړي. پاتې دې نه وي چې وحیدي اوسهمال کومه رسمي دنده نه لري.