خبرونه
کابل: د پولیسو د پنځلسمې حوزې تر څېرمه چاودنه شوې

رسنیو خبر ورکړی چې د کابل د پولیسو د پنځلسمې حوزې تر څېرمه د ملي اردو سرتېرو پر رینجرې چاودنه شوې چې له امله یې رینجره تخریب شوې او د موټر ډرایور په کې ټپي شوی دی. د امنیتي چارواکو له څېړنو ښکاري چې چاودنه د مقناطسي بم په واسطه تر سره شوې ده.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. په دې وروستیو کې د امنیتي چارواکو پر موټرو د مقناطیسي بمونو چاودنې ډېرې شوې دي.