افغانستانخبرونه

پاکستاني پښتانه سیاستوال کابل ته راځي

پاکستاني پښتانه سیاستوال نن په یوه رسمي سفر کابل ته راځي. ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته د خپل لومړني سفر پر مهال (تېر نومبر کې) ځینو پاکستاني سیاستوالو ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه. د عوامي ملي ګوند لوړپوړي غړي، افراسیاب خټک پرون وویل: «دغه سیاستوال د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او سیمه ییزې سولې لپاره بلل شوي».

خټک د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ویلي چې په کابل کې خبرې اترې د هغه راشه درشې برخه ده چې د افغان مشرانو او پاکستاني پښتنو سیاستوالو ترمنځ ترسره کېږي.

د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی، د ملي وطن ګوند مشر، افتاب احمد خان شېرپاو او د عوامي ملي ګوند مشر، اسفندیار ولي خان د پلاوي نور غړي دي.

د پاکستان پښتنو سیاستوالو تېره جنورۍ کې هم کابل ته سفر کړی و.

همداراز افغان حکومت د جماعت اسلامي مشر، سراج الحق، د پاکستان تحریک انصاف مشر، عمران خان او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمان ته هم بلنه ورکړې. داسې ښکاري، چې دغو پاکستاني سیاستوالو د ولسمشر غني بلنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې دمګړۍ ډېرې سړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د عوامي ملي ګوند مشر، اسفندیار ولي خان نن له لومړي وزیر نوازشریف سره هم کتلي. دا لا نه ده څرګنده چې اسفندیار ولسمشر غني ته د نوازشریف کوم پيغام هم لري که نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button