له سردرده د خلاصون اسانه لارې چارې
نړۍ کې لکونو، بلکې ميلياردونو خلک له سردرده کړيږي او د دې لپاره دومره زيات درمل خوري، چې لگښت يې ميلياردونو ډالرو ته رسيږي.
د سردرد لاملونه ډېر زيات دي، د ساري په توگه ډېر دفتري کارونه، بحثونه، د موټرو بېروبار او ځينې وخت يو ښه خبر هم د سر درد لامل کېدای شي.
موږ بايد پر دې پوه شو، چې سردرد ډېری وخت لنډمهالی وي او په ډېره اسانه طريقه موږ کولای شو، چې له سردرده ځانونه وژغورو.
مگنېشم
د سردرد او په ځانگړې توگه د نيم سردرد لپاره هغه خواړه ډېر گټور دي، چې مېگنېشم ولري. د ساري په توگه کيلې، چاکلېټ، ماهي او سبزي ميگنېشم لري، چې د سردرد لپاره غوره درمل بلل کيږي.
وټامن بي ټو ډېر کارول
په يوه طبي څېړنه کې ويل شوي، چې هره ورځ څلور سوه ميلي ګرامه وټامن د نيم سردرد د کمي لپاره ډېر گټور بلل شوي دي. دا وټامن په بادامو، ماهي، پنير او ګڼو سبزيو کې موجود دي.
د ادرک چای
ادرک له سردرده د ځان ژغورنې لپاره غوره درمل بلل شوي دي. ادرک سره سر کې د وينې رګونو کې د وينې حرکت فعاليږي او سوخت ورسره کميږي. د ادرک درې وړې ټوټې په دوه ګيلاسه اوبو کې نيم ساعت جوش کړئ او بيا یې د چای په څېر وڅښئ.
کافي:
يوې نوې امريکايي څېړنه کې ويل شوي، چې کافي په پرېمانه کچه کيفين شته، چې د ونيې رګونو کې سوخت کموي او دې سره سردرد هم کميږي. د څېړنې له مخې دوه ډلې، چې په سردرد اخته وې، يوې ته يې يې کيفين ورکړای شوي او بلې ته د سردرد ګولۍ، نتيجه يې دا وه، چې کيفين کاروونکي ژر ښه شوي دي.
سړې او تودې اوبه
د لانجو او ستونزو له امله د سردرد لپاره يوه ټوټه په يخو اوبو کې کښته کړئ بيا یې راوباسئ او پر خپله ټنډه او مرۍ يې واچوئ، دې سره به مو رګونو ته سکون راشي، همدا رنګه د نيم سردرد لپاره هم دغه طريقه ډېره کاميابه ښوودل شوې، خو دې وخت کې به د سړو اوبو پر ځای له ګرمو اوبو کار اخلئ.
مساج
د خپلې منځنۍ ګوتې په مټ د تندي منځ، چې له کوم ځايه پوزه شروع کيږي، دغه ځای ښه ومښئ، دوه درې دقيقې په مسلسله توګه دا کار وکړئ، نو سخت سردرد به مو کم شي.
پښې په اوبو کې کوزې کړئ
که د بدن لاندې برخه کې وينه په ښه طريقه فعاليت وکړي، نو د سر درد هم ورسره کميږي. د سردر د کمولو لپاره ښه طريقه دا ده، چې وړوکي ستل يا بل لوښي کې خپل پښې د نيم ساعت لپاره پرېږدې، نو دومره وخت کې به ستا په سردرد کې پام وړ کمی راغلی وي.
له سره ټوټه تاوول
نرۍ ټوټه يا دسمال له خپل تندي تاو کړئ، دې سره به د وينې حرکت په خپل مناسبه طريقه وي او سردرد لپاره عملا ډېر ګټور بلل شوي او په ډېره لږه موده کې به د سردرد په کمي پوه شې.