غزني: ځانګړو ځواکونو د يوې مدرسې امام او شپږ زده کوونکي وژلي
د غزني امنيتي چارواکو په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د تېرې شپې چاپه کې د اتو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.
د ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل رسنيو ته وويل، چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ده يک ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې عملیات کړي دي. امرخېل زياتوي، عمليات تېره شپه ۹ بجې پيل شول او تر دوو بجو يې دوام وکړ. د هغه په وينا په دې عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ده يک ولسوال کريم الله اميري هم د ولسوالۍ په شيرکلا سيمه کې د عملياتو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې عملياتو کې نهه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
له بلې خوا د سيمې خلک وايي، امنيتي ځواکونو تېره شپه «ټول بې ګناه کسان وژلي»، چې يو د مولوي نصر الله په نوم د جومات امام دی، شپږ نور د جومات طالبان او دوه نور عام وګړي دي.
د شېر کلا يوه اوسېدونکي صابرالله ځلاند ته وويل، تېره شپه بهرنيو او افغان ځواکونو په دې کلي کې پر يوه جومات چاپه کې د جومات امام او د هغه شپږ تنه شاګردان وژلي دي، چې د کم عمر شاګردان هم په کې دي. د سيمې يوه بل اوسېدونکي هم د دې خبرې پخلی کړی دی.
خو ولسوال کریم الله اميري د کليوالو خبرې ردوي او وژل شوي کسان ټول طالبان بولي، بل لور ته طالبانو هم د چارواکو دعوه رد کړې ده او رسنيو ته د استولې خبرپاڼې له لارې يې ويلي، چې وژل شوي ټول کسان عام وګړي دي او د دوی ملګري په کې نه شته.