کابل: دفاع وزارت ضد لاريون شوی
سلګونو لاریون کوونکو نن کابل کې د دفاع وزارت له لوري د ځمکو د غصب په غبرګون کې د کابل- پلچرخي لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده. لاريون کوونکو دعوه کړې چې ملي دفاع وزارت د دوی دوه زره جريبه ځمکه غصب کړې ده. هغوی د سړک پر سر خيمې وهلي او له دواړو لوريو يې د موټرو تګ راتګ بند کړی دی.
لاريون سهار نږدې نهه بجې پيل شو او لا هم ادامه لري، ويل کېږي، دغه ځمکې اودخېلو قوم پورې تړلې دي، چې اوس دفاع وزارت لاندې کړې دي.
د دې قوم د ټولنيزې شورا رييس جاويد دلاور رسنيو سره خبرو کې څرګنده کړې ده، چې «دا ځمکې له لسګونو کلونو د دوی دي، د ملکيت اسناد يې لري او ماليې يې ورکړې دی». نوموړی وايي، له ملي شورا، دفاع وزارت او ځينو نور ادارو سره يې بيا بيا خپله ستونزه شريکه کړه، خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.
د لاريون ګډونوال وايي، که يې ستونزې ته پاملرنه ونه شي، د کابل ښار پر لور به وخوځېږي او د ولسمشرۍ ماڼئ دروازې به وتړي، خو ستر شمېر پوليس د لاريون ځای کې د تيارسۍ په حال کې دي، او په وينا يې لاريون کوونکي به ښار ته ننوتو ته پرېنږدي.
دفاع وزارت د لاريون کوونکو خبره مني او وايي په هغه صورت کې چې دوی د ملکيت اسناد ولري، بدل کې به يې نورې ځمکې ورکړل شي. د وزارت وياند دولت وزيري ويلي: «دوی که کوم اسناد لري، د دفاع وزارت ساختماني رياست ته دې ورشي، که ځمکې يې د اړتيا له مخې د وزارت له لوري په کار اچول شوې وي، يا به يې بدل کې ځمکې ورکړل شي او يا به يې د ځمکو کرايه ورکړل شي».
خو لاريون کوونکي د وزيري خبرې نمايش بولي او وايي، «تر اوسه يو حکومتي چارواکی نه دی راغلی، څو زموږ غږ واوري، ځکه مو سړک تړلی، تر څو چې حکومت ضمانت را نه کړي، سړک به تړلی وي».