روغتيا

کوچنيان مو د خوړو ختمولو ته مه اړباسئ

روغتيا پوهان په دې اند دي، چې د کورنۍ له لوري د کوچنيانو د خوراکي سيستم، ورزش او د هغوي له روزمره ژونده نه څار د دې لامل کېږي، چې دوی د عمر په نسبت ډېر وزن خپل کړي، چې دا يې روغتيا ته زيان پېښوي.

د کوچنيانو يوې متخصصې ډاکټرې نسرين الخطيب په «الجزيره هذا الصباح» کې د کوچنيانو له چاغښت سره د چلن په اړه ځينې مشورې ورکړې دې، چې په هغې کې يوه دا هم ده، چې کوچنيان مو د خوړو ختمولو ته مه اړ کوئ.

دغه ډاکټره وايي، چې کورنۍ بايد د کوچني لپاره په روغتيايي خوراک، د خوړو اندازه او څرنګوالي او ورزش کې ښه بېلګه وي. نوموړې ټينګار کړی، چې کوچنيانو ته دې د خوړو لپاره ستر لوښي نه ايښودل کېږي او په بيړه له خوړو دې ايسار کړل شي.

د کوچنيانو دا متخصصه وايي، مناسبه نه ده، چې هغوی د خپل لوښي په پاکولو او د ټول خوراک په خوړولو مجبور شي، ځکه نو چې کله هغوی ماړه شي بايد اجازه ورکړل شي، چې کوم خوراک پاتې دی هغه پرېږدي او لاس ونيسي.

ډاکټره زياتوي: «همدا راز د خوړو لوښی بايد د کوچني له عمر سره مناسب وي، ځکه دا منطقي خبره نه ده، چې کوچني ته ستر لوښی له خوړو ډک شي».

هغه ټينګار کوي، چې له کورنۍ سره په ګډه د کوچني خوراک کول هغه داسې کوي، چې خواړه ورو ورو خوري، دا يې ژر مړوي او دې ته يې نه پرېږدي، چې ډېر خوراک وکړي.

ډاکټرې نسرين دغه راز تاکيد کړی، چې د کوچني د خوړو ډولونو ته پام کول هم ډېر اړين دي، څو ډېر غوړ او د چاغښت باعث خواړه ونه خوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button