خبرونهسلايډ

البغدادي خپلو کسانو ته پر ترکیې او سعودي د بريدونو امر کړی

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د یوه اډیو پيغام له لارې خپلو کسانو ته امر کړی چې د موصل ښار په جگړه کې مقاومت وکړي او پر ترکیې او سعودي خپلو بريدونو ته چټکتیا ورکړي. البغداي له اوږدې مودې وروسته یو وار بیا خپلو پلویانو ته پیغام ورکړ.

د الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو له لوري ویل کېږی چې البغدادي په خپل پیغام کې خپلو کسانو ته دا ښکاره کړې، چې د جگړې گټونکي به دوی وي او د مرگ تر شېبې پورې یې ترې د مقاومت غوښتنه کړې. عراقي پوځ او ایران پلوه شیعه ملېشو له دوه اونیو راپه دې خوا د امریکا د هوايي ځواک په مرسته د موصل د ښار د نیولو کوښښونه پيل کړي دي. د عراق د دفاع وزارت وايي چې سرتېري یې د موصل ښار په څنډو کې ځای پر ځای دي او کوښښ کوي چې پرمختگ وکړي.

دوه کاله وړاندې د داعش ډلې پر موصل ښار برید وکړ او په ډېرې اسانۍ سره یې ونیو، د داعش بریدونو دغه راز پرمختگ کاوه تر دې چې د عراق پلازمېنې بغداد ۵۰ کیلومترۍ ته ورسېدل. عراقي پوځ د داعش په وړاندې مقاومت ونه شوای کړی او مجبور شول چې له امریکایانو څخه د مرستې غوښتنه وکړي. امریکا د اروپایانو او د سیمې د نورو هېوادونو په مرسته ایتلاف جوړ او د عراق له پوځ سره یې د هوايي بمبارۍ په مرسته د داعش په وړاندې جگړه پیل کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button