۲۰۱۵م کې ۱۱۰ ژورنالېستان وژل شوي
د روان ۲۰۱۵م په ترڅ کې د نړۍ لروبر کې ۱۱۰ ژورنالېستان وژل شوي دي.
د بې پولې ژورنالېستانو نړيواله ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې ۶۷ ژورنالېستان د دوی د ندو له امله وژل شوي دي.
د بې پولې ژورنالېستانو ادارې د ژورنالېستانو په وژنه سخته خواشيني څرگنده کړې او له حکومتونو يې د ژورنالېستانو د ژغورنې غوښته کړې ده.
۲۰۰۵م راهسيې۷۸۷ ژورنالېستان د ژورنالېزم له امله او يا د ژورنالېستيکي رسالت پر مهال وژل شوي دي.
روان کال کې د ۱۱۰ ژورنالېستانو له ډلې ۴۳ تنو د وژنې لامل نه دی په ډاگه شوی، چې ايا دوی د ژورنالېستيکي رسالت له امله وژل شوي که نه.
د بي بي سي ژورنالېست ايکس اين مارکس وايي، چې د ۲۰۱۵ کال يو ځل بيا دا ثابته کړه، چې ژورنالېزم يو دروند او خطرناک کار دی.
روان کال کې د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه، عراق او سوريه بلل شوي او درېيم هېواد فرانسه ښوول شوی، چې روان کال کې په کې تر ټولو زيات ژورنالېستان وژل شوي دي او لامل يې د چارلي ابدو مجلې له لوري د پيغمبر عليه السلام په شان د سپکوونکي کارټون خپرول ښودل شوي دي.
د چارلي ابدو مجلې پر دفتر خونړي بريد کې دولس ژورنالېستان وژل شوي وو.
د بې پولې ډاکټرانو د نړيوالې اتحاديې عمومي منشي کرسټوف ډيلوا وايي، چې ملگري ملتونه بايد ژر تر ژره د ژورنالېستانو د ژغورنې لپاره نړيوال قوانين وټاکي.
د بې پولې ژورنالېستانو اتحاديه «reporter without border» له تېرو شلو کالو نړۍ کې د ژورنالېستانو د ژوند او پېښو گواښونو په اړه راپورونه خپروي او تمه ده، چې د ژورنالېستانو د ژغورنې نړيواله اداره هم نن د ژورنالېستانو په اړه خپل کلنی راپور خپور کړي.