د امريکا دفاع وزارت اعلان کړې ده، چې اردن کې له يوې پوځي اډې د باندې ډزو کې درې تنه امريکايي پوځي سلاکاران وژل شوي دي. پنټاګون ويلي، چې دغه درې پوځيان هلته د پوځيانو د روزنې لپاره تللي وو او کله چې خپلو موټرو کې دغه پوځي ډګر ته ننوتل، ډزې پرې وشوې. يو تن سلاکار په سمدستي توګه وژل شوي او دوو نورو وروسته ساه ورکړې ده.
پېښه د اردن جنوب لور ته په جفر نومې سيمه کې د امير فيصل هوايي ډګر مخې ته رامنځته شوې ده.
د اردن چارواکي وایي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي، پنټاګون وايي په دې اړه به نور جزيات وروسته ورکړي.
الجزيرې عربي وېبپاڼې سيمه کې د خپل خبريال تامر الصمادي له خولې ليکلي، چې رسمي خبرپاڼې څرګندوي، چې دغو امريکايي پوځي سلاکارانو ته د درېدو امر شوی و، خو دوي پاملرنه ورته نه وه کړې، خو وروسته دا څرګندونې رد شوې.
ياد هوايي ډګر له پېښې وروسته تړل شوی دی. دلته د «ترهګرۍ» پر ضد د جنګېدونکو پوځيانو او پوليسو روزنه کېده.