د ساتنې په پلمه د خلکو وژنه: امريکايي جګړه پنځلس کلنه شوه
ډاکټر ارشد خان، د شيکاګو پوهنتون استاد
سرچينه: ماډرن ډېپلوماسي
د اکتوبر اوومه د امریکا په رسنیو کې د نورو عامو ورځو په څېر ارامه تېره شوه. په دې ورځ په افغانستان کې د امریکايي جگړې پنځلس کاله پوره شول، د دغې جگړې راتلونکی لا هم نامعلوم دی او دا وړاندوېینه نه شي کېدای چې دا جگړه به کله پای مومي. د پاتې شوو امریکايي سرتېرو په شمېرې کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی او له دې وروسته به ۸۴۰۰ سرتېرې افغانستان کې پاتې کېږي.
په پاکستان کې دغه راز د بېپیلوټه الوتکو د خونړيو بریدونو بهیر دوام لري. د پنځلسمې کالیزې د پوره کېدو په ورځ د کندهار د میوند ولسوالۍ په چشمه سیمه کې د پولیسو پر پوستې وسلهوال برید شوی و چې تر ډېرو ساعتونو پورې یې دوام وکړ او په نتیجه کې یې افغان حکومت ومنله چې د برید له امله درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. طالبانو بیا علان وکړ چې پوسته یې په بشپړ ډول له یو ټانک سره نیولې ده.
د بوش ادارې د ملت جوړونې پروسې ډېره يادوله؛ خو پايله دا شوه چې د منځني ختیځ او د افریقا ډېری شمالي برخې د مرگ پر گړنگ ولاړې دي، د دوی ډېره برخه ویجاړه شوې، اوسېدونکي یې بې کوره شوي، ولسي ادارې کمزوره شوې چې دا له دویمې نړیوالې جگړې وروسته ستره تباهي شمېرل کېږي. افغانستان، عراق، لیبیا، سوډان، سوریه یمن او حتا د اوکراین هېوادونو دولتونه مات دي او خلک یې له یو ستر کړکېچ سره مخ دي چې په طبیعي ډول وژل کېږي.
عراق بیا د رسنیو تر پوښښ لاندې د دې لپاره نه ده چې امریکايي ځواکونه ورشي او ستونزه حل کړي دا ځل دوی غواړي چې د موصل پر ښار جگړه پیل کړي او داعش اورپکي په شا وتمبوي. دغه جگړې کې به یو ځل بیا سنيان خپله قرباني کېږي او د عراق شیعه پوځ به پرې واکمن شي چې دا بیا په خپل ځای د سنیانو لپاره د منلو وړه نه دی.
سیکتیرنیزم (فرقه پالنه) او د دولتونو بالکانایزیش (په وړو برخو وېشل) په دې حساسو سیمو او گڼ مذهبي او گڼ توکمیزو ټولنو کې ښايي د دوی له موخو څخه نه وي؛ خو دا پخپله بیا د جگړې پیداوار وي. حقیقت دا دی چې دېته ورته پېښې امریکایانو څو وارې تکرار کړي چې ډېری دا فکر کوي چې دا د امریکایانو له موخو څخه دي او د دوی پر کلیشهيي پالیسو اوښتي دي. د امریکا دغې دوښمنۍ د نړۍ ډېره برخه نیولې چې له شمالي افریقا څخه پیلېږي او تر هند پورې رسېږي چې په دې نښلېدونکي نړۍ کې د ټولو تر سترگو تېرېږي.
د افغانستان د جگړې یوه ستره او له حقیقت څخه نه پټېدونکې بدبختي دا ده چې نه افغان دولت او نه کوم افغان لوری د سپتمبر د بریدونو په تور کې متهم وو. اسامه بن لادن په دې هېواد کې ځکه مېلمه وو چې د روسانو په ضد جگړه کې له افغانانو سره مرسته کړې وه. د وخت افغان حکومت له امریکا څخه د سند او دلایلو ښکاره کولو غوښتنه وکړه خو د امریکایانو یوازنۍ غوښتنه دا وه چې اسامه ونیسئ او … . گاونډي هېواد پاکستان ته ریچارډ ارمتیج یوه بدنامه کرښه ولیکله چې «موږ به پرتاسو بمباري وکړو او تيږو عصر ته به مو ورسوو» دا کرښې جنرال پرویز مشرف لیکلي دي.
آيا له جگړې پرته بله لاره نه وه چې دا موضوع پرې حل شوې وای؟ ایا امریکایانو نه شوای کولای چې د نړیوالو پولیسو له لارې اسامه بن لادن ونیسي؟ د یوه سوله ییز حل لپاره ممکنه نه وه چې د یوې نړیوالې محکمې له لوري محکمه شوی وای او دا تضمین شوی وای چې وژل کېږي به نه. هغه دعوه کوله چې د جگړې مشر دی او دته ورته د جگړې په وخت کې مشران هم محکمه شوي دي. هغه په داسې یوې نړۍ کې مېلمه وو چې د مېلمه ساتل په کې ښه کلچر شمېرل کېږي او د خپل مېلمه بېعزتي نه غواړي؛ خو ځینې مشروطې غوښتنې هغوی هم منلې؛ مګر د یوه نړیوال ځواک غوښتنې دا وې چې هر څه به د هغه په خوښه کېږي.
جگړه ملگري دښمنان کوي، دې جگړې د اتومي وسلو او مذهبي افراطي ډلو لرونکی پاکستان هم بېثباته کړ. دې سیمه کې بمباري او چاودني د ژوند د معمول برخه نه وه؛ خو اوس د دې سیمې اوسېدونکي له دې چاودنو او بمونو سره اشنا شوي دي.
د چلکوټ د راپور له مخې، چې په دې وروستیو کې خپور شوی دی، ویل کېږی چې د عراق درواغجنې او فاحشې جگړې د توقع خلاف ستونزې او کړاوونه عراقي ولس ته پرېښودلي دي، دغه راز لیبیا هم له دې شخړو څخه کړېږي. ځینې به وایي چې د دې ستونزو د حل لپاره باید جهادي جگړهمارې ډلو ته وسلې ورکړل شي، ایا د اسامه بن لادن تجربه کافي نه ده؟ دوی له اور او جگړې سره لوبه کوي. امریکایان په سوریه کې د جهادي ډلو ملاتړ کوي چې یو سیکولر نظام او دولت له منځه یوسي او پر ځای یې جگړهمارې جهادي ډلې د حکومت واگي په لاس کې ونیسي.
په واشنگټن کې ناست پوهان چې د امریکا د لوړ پاتې کېدو په تمه څېړنې کوي او وېره او وحشت خپروي. دوی د خلکو د ساتلو په ځای خلک وژني.