افغانستان

طالبانو کندز ته د ملي اردو د مرستندوی کاروان مخه نيولې (ويډيو)

په داسې حال کې چې له تېرو څو ورځو راپه دې خوا په کندز کې د طالبانو او ملي اردو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، د کندز مرکز ځينې برخې له طالبانو او ځينې له حکومت سره دي، طالبانو ويلي چې کندز ته د ملي اردو روان مرستندوی کارون يې تربريد لاندې نيولی او په لسګونو موټر يې له منځه وړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه ويډيو په خپله ټويټر پاڼه کې نشر کړې او ويلي يې دي چې دغه بريد په مرکزي بغلان کې د ملي اردو د کاروان پر ضد ترسره شوې ده.

ويډيو کې ښکاري چې د طالبانو جنګيالي د کاروان له نيولو وروسته د موټرو په سوځولو بوخت دي. دغه راز په ويډيو کې ويل کېږي چې د ميزان د شپاړسمه نېټه يې د دغه مرستندوی کاروان مخه نيولې ده.

د ذبيح الله مجاهد له لورې د دغې ويډيو په ځينو برخو کې د پيکا د ډزو آوازونه هم اورېدل کېږي، چې ښکاره کوي چې لا هم جګړه روانه ده.

بلې خوا له بغلان څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې طالبانو د ملي اردو پر مرستندوی کاروان له بريد او د موټرو له سوځولو څخه وروسته سيمه پرې ايښي او اوسمهال جګړه پای ته درسېدلې.

ويډيو دلته کتلای شئ:

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button