د بروکسل غونډې يوه برخه کې افغان دولت او اروپايي ټولنې د هغو افغان کډوالو په اړه پرېکړه کړې ده، چې اروپا کې يې پناه غوښتنليکونه بيا بيا رد شوي او هلته نه شي پاتې کېدی.
د دغو افغانانو شمېر نږدې اتیازرو کسانو ته رسېږي او اروپايي ټولنې له بروکسل غونډې وړاندې ويلي وو، چې که افغان دولت دغه افغانان بېرته ور ونه غواړي، دوی به خپلې مرستې ورسره ودروي.
د اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس له راپور سره سم دواړو لوريو د تېرې دوشنبې په ورځ په دې هوکړه وکړه چې افغانستان به له ژمنې سره سم هغه افغانان بېرته ور وغواړي، چې پناه غوښتنې يې رد شوې دي. خو د دې کسانو د بېرته ستندېدو خرڅ به د اروپايي ټولنې پر غاړه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې د بروکسل غونډه کې افغانستان سره هر کال د ۱.۱ مليارد ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
افغان دولت د دې خبرو په ترڅ کې دا هم ويلي، چې هغو کډوالو ته به د يوې مياشتې موده کې د هويت اسناد ورکړي، چې پناه غوښتنې يې منل شوې دي او دغه اسناد نه لري.