افغانستانسلايډ

د افغانستان په گډون څلور هېوادونه سارک غونډه کې گډون نه کوي

افغانستان، هند، بنگله‌دېش او بوتان ويلي دي، چې پلازمېنه اسلام اباد کې کېدونکې سارک (د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان) غونډه کې گډون نه کوي. ټاکل شوې ده، چې دا غونډه راتلونکې مياشت د پاکستان په کوربه‌توب رامنځته شي، خو د يادو هېوادونو د نه گډون له امله شونې ده لغو شي.

د ولسمشر غني مرستيال ویاند دوا خان مينه پال پرون ازادۍ راډيو سره خبرو کې څرگنده کړه، چې د افغانستان پرېکړه دا ده، چې تر څو له امنيتي پلوه ستونزه اواره نه شي، افغانستان به سارک غونډه کې گډون ونه کړي. افغانستان، امريکا او هند په دې وروستيو کې د پاکستان خلاف له دې امله ځينې گامونه پورته کوي، چې په ادعا يې دغه هېواد ترهگرۍ سره مبارزه کې ريښتونی نه دی او د حقاني شبکې پر ضد جدي اقدامات نه کوي، چې افغانستان کې د سترو بريدونو مسووله ده. هندوستان څه موده مخکې ويلي وو، چې پاکستان به په نړيواله سطحه منزوي کړي. خو پاکستان د دې هېوادونو دغه تورونه ردوي او بيا بيا وايي، چې د ټولو وسله والو پر ضد يو ډول مبارزه کوي.

له افغانستان وړاندې بنگله‌دېش، هند او بوتان هم د بېلا بېلو لاملونو له امله سارک غونډه کې له گډونه انکار وکړ. د سارک یا جنوبي اسيا د غړو هېوادونو د همکارۍ سازمان بنسټ ۱۹۸۵ل کې سيمه کې د اقتصادي همکاريو د ډېرېدو په موخه کېښودل شو.
افغانستان، هند، پاکستان، بنگله‌دېش، نيپال، سريلانکا او نيپال د دې سازمان غړي هېوادونه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button