پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې افغان حکومتي چارواکو له پاکستان څخه د لیک له لارې بښنه غوښتې او ژمنه یې کړې چې په راتلونکي کې به بیا افغان لاریونکوونکي د ډیورن کرښې څېرمې ته د پاکستان په ضد لاریون نه کوي.
پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې سبا د پنجشنبې له ورځې وروسته د بولدک ـ چمن «د دوستۍ دروازه» به د ټولو پر مخ پرانستل شي.
شاوخوا پنځلس ورځې وړاندې افغان لاریونکوونکو د دوستۍ دروازې تر څېرمه د پاکستان بېرغ ته اور واچاوه چې په غبرګون یې پاکستاني چارواکو د دوستۍ دروازه وتړله.
د دوستۍ د دروازې د تړلو له امله افغان لوري سوداګرو ته ډېر زیانونه اوښتی او خپل ډېری تازه مېوې یې ورانې شوي دي.