افغانستانسلايډ

سرتاج عزيز: د ترورېزم له منځه وړو لپاره د افغانستان او پاکستان همکاري اړینه ده

بهرنيو چارو او ملي امنيت کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز څرگنده کړې ده، چې افغانستان سره سوله د پاکستان بهرنی سياست دی او پاکستان د سولې د هغو خبرو اترو ملاتړ کوي، چې مشري يې افغانان وکړي.

ښاغلي عزيز پرون اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کې د خبرو پر مهال وويل، چې د پاکستان امنيت د افغانستان امنيت پورې تړلی دی او ترورېزم د دواړو هېوادونو گډه ستونزه ده.

پاکستاني رسنيو د سرتاج عزيز له خولې ليکلي دي، چې پاکستان افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او افغانستان سره ښې اړيکې لرل د پاکستان د بهرني سياست برخه ده.

هغه زياته کړې ده: «زموږ په فکر د پاکستان او افغانستان تر منځ نږدې همکاري د سيمې د ترهگرۍ د له منځه وړو لپاره اړينه ده». سرتاج عزيز دا څرگندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو د ناکامېدو له امله د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوې او افغانستان په ټينگه وويل، چې تر څو پاکستان په عمل کې رښتينولي نه وي ښودلې، په خبرو به يې باور ونه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button