افغانستانسلايډ

بغلان ولايتي شورا: حکومت د جگړې په اړه حقيقت له خلکو پټوي

د بغلان د ولايتي شورا يو شمېر غړو ويلي دي، چې حکومت او د امنيتي ادارو چارواکي د بغلان د خراب امنيتي وضعيت په اړه ولس ته رښتيا نه وايي. بغلان د افغانستان له هغو ولايتونو دی، چې د مرکز په شمول يې گڼې ولسوالۍ د طالبانو تر سختو بريدونو لاندې دي او ځينو سيمو کې وسله وال په بشپړ ډول واکمن دي.
د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي رسنيو ته وويل، چې دلته امنيتي وضعيت او د حکومت بې غورۍ خلک خورا اندېښمن کړي دي. هغه زياته کړه: «حکومت سرتېرو ته يوازې ټوپک او رېنجر ورکوي او نور هيڅ امکانات ورته نه برابروي».
ښاغلی بارکزی څرگندوي، چې دهنه غوري ولسوالۍ عملا له طالبانو سره ده او د مرکزي بغلان، بورکې، تالاو برفک او نهرين ولسواليو سربېره گڼې نورې سيمې د سقوط په حال کې دي. وسله والو طالبانو تېره ورځ د مرکزي بغلان زوړ ښار سيمه هم نيولې ده.
خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند وايي، چې حکومت د بغلان حالات څاري او هڅه کوي، چې ژر تر ژره دې ولايت کې وسله وال طالبان وځپي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button