افغانستان

نږدې ۴۰۰ پوليس افسرانې له ترکيې راستنې شوې

نږدې ۴۰۰ پوليس افسرانې له ترکيې څخه هېواد ته راستنې شوې، دغو ښځينه افسرانو ترکيه کې خپله تعليمي دوره پوره کړه.

کورنيو چارو وزارت په يوې تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي، «د کورنيو چارو وزارت د تعليم او تربيې قوماندانۍ سرپرست او مرستيال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني نن د ګڼو نورو چارواکو په ملتيا کابل هوايي ډګر ته له ترکيې راستنو شويو ښځينه افسرانو هرکلي ته ورغلی و، نوموړي د دغو افسرانو فراغت يو مهم ګام وباله.

کوهدامني زياته کړه، چې د ملي پوليسو په ليکو کې له ښځينه پوليسو ملاتړ او په مهمو پلانو کې د هغوی ورګډول د کورنيو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي، هغه څرګنده کړه، چې وزارت ژمن دی څو ښځو ته د پوليسو په ليکو کې د پرمختګ لار اواره کړي.

فارغو شويو افسرانو ته په خبرو کې نورو چارواکو هم د پوليسو په ليکو کې د ښځو شتون يوه اړتيا وبلله او د ۳۸۹ ښځينه پوليسو فراغت ته په اشاره يې وويل، چې دا کار په هېواد کې د ښځو د پرمختګ ښودنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button