افغانستان

طالبانو د ملا اخترمحمد منصور د غږ خپرولو ژمنه وکړه

طالبانو یو ځل بیا د خپل مشر د وژنې خبر په رد کړ. طالبانو ژمنه یې کړې چې د ملا اختر محمد منصور غږيز کلیپ به خپور کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپورونه چې ګواکې ملامنصور په یوې نښته کې ټپي شوی، رد کړي. هغه ویلي چې هڅه کوي د ګډوډۍ او مغشوشتیا د لرې کولو لپاره به د اختر محمد منصور غږ خپور کړي.

مجاهد د ملا اختر منصور د وژنې او یا ټپي کېدو راپورونه بې بنسټه او د «دښمن د استخباراتي کړیو پروپاګند» ګڼلی دی او په وینا یې دوی غواړي څو د خلکو تر منځ مغشوشتیا رامنځته کړي.

مجاهد ویلي چې د ملا منصور خبرې خپرول که څه هم امنیتي ستونزې پیدا کوي؛ خو پر دې سربېره دوی خپل کسان لیږلي څو راپیدا شوی مغشوش او ګډوډ حالت له منځه یوسي.

د مجاهد له قوله ملا منصور په یوې لرې سیمه کې پروت دی، دوی د هغه د ساتنې لپاره احتیاط کوي او له همدې کبله هغه ته رسېدل وخت غواړي: «د دې سره سره موږ کوښښ کوو چې غږ یې ترلاسه کړو او څومره ژر چې کیږي، غږ به یې خپور کړو».

د طالبانو د مشر د غږ خپریدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږی چې یو شمېر افغاني رسنۍ وايي چې مرستیال طالب مشر هیبت الله اخوندزاده د طالبانو د سرپرست مشر په توګه ټاکل شوی دی.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button