پاموړروغتياسلايډ

څنګه کولی شو ژیړ غاښونه سپین کړو

ډېری خلک له ماشوموالي د غاښونو ژېړوالی لري، چې دا نه پر مسواک سپینیږي او نه هم د غاښونو په بورس. د غاښونو مختلف قېمتي کریمونه استعمالوي خو بیا یې هم غاښونه د تېر په څېر ژېړ وي.
د غاښونو د ژېړوالي لپاره یوه نوې او کامیابه طبيعي نسخه شته چې د ژېړو غاښونو لرونکي کولی شي د ژېړ غاښونو له اندېښنې خلاص شي.
د غاښونو د سپینولو لپاره موږ باید له لاندو شیانو استفاده وکړو:
۱: لېمو
۲: د ووړو سوډا
دوه طریقې لري
لومړۍ طریقه یې داسې ده چې یو لېمو به په منځ کې پرې کړو او د ووړو سوډا به یوه چمچه په یوه کاسه کې واچوو او د لېمو یو څو څاڅکې به په سوډا واچوو د یوې دقیقې لپاره به یې پرېږدو سوډا به لږه کلکه شي، وروسته د سوډا له کلکېدو نه به سوډا راواخلو په غاښو به یې کېدو د لس دقیقو لپاره به سوډا په غاښو کې پریدو بیا به خوله وینځو.
دویمه طریقه یې داسې ده چې کله مو سوډا کې لېمو واچول نو سوډا به د غاښونو په بورس د کریم په څېر واچوو غاښونه به پرې بورس کړو.
په لومړي ځل هم څه نا څه فایده کوي او تاسو یې په بدلون پوهېږۍ خو پورتنۍ نسخه باید د لسو ورځو لپاره استعمال شي وروسته له لسو ورځو به مو غاښونه د تل لپاره سپین وي او له ژیړو غاښونو به خلاص شۍ.
د پام وړ: په پورتنیو دوه طریقو کې لومړۍ طریقه ډېره مفیده ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button