سلايډسيمه او نړۍ

سروې: وسلو د امريکايانو ژوند تريخ کړی

د يوې نوې سروې له مخې ډېری امريکايان د وسلو لرلو خلاف دي او له حکومته غواړي چې په دې اړه قوانين سخت کړي، خو له نيمو ډېر بيا په دې باور دي، چې کانگرس به د وسلو د کنټرول لپاره هڅې ونه کړي.

د اسوشيټيډ پرس او يوې جرمنۍ موسسې (جېسلشاف فور کنزومفورچينگ) له لوري شوې تازه سروې کې څرگنده شوې، چې په هرو درې امريکايانو کې دوه يې د وسلو لرلو په اړه د سختو قوانينو غوښتونکي دي. سروې ښيي چې د وسلو لرلو په اړه د سختو قوانينو غوښتونکي د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

د سروې گډونوالو ويلي، چې حکومت دې د نيمه اتومات وسلو او د هغو شاجورونو خرڅلاو بند کړي، چې له لسو ډېر مرمۍ لري. خو تر نيمو ډېرو گډونوالو ويلي، چې په دې باوري نه دي، چې کانگرس به په راتلونکې کې پر وسلو له دې سخت قوانين کېږدي.

د سرچينې په وينا ډېری امريکايان ځان په خطر کې بولي او اندېښنه لري، چې يوه ورځ به خپله دوی يا د دوی خپلوان د وسلو ښکار شي. امريکا کې وروستيو وسله والو پېښو کې يو وار بيا لسگونه تنه مړه او ژوبل شول.

بل لور ته امريکا د نړۍ هغه هيواد دی چې د وسلو پلورلو له لارې هر کال لسگونه مليارد ډالر ترلاسه کوي. پنتاگون تېر کال ويلي وو، چې سږ کال يې د اوه څلوېښت مليارد ډالرو وسله پلورلې ده، چې په خرڅلاو کې يې شپږ دېرش سلنه ډېروالی راغلی. پنتاگون همدا راز ويلي وو، چې راتلونکو کلونو کې به دغه اندازه نوره هم لوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button