ټولنهسلايډ

په دې هیله چې خاوند مې شپې ناوخته راشي

هغه کورنۍ چې د ژوند فرهنګي کچه یې ټيټه ده نو له ډېرو وړو ستونزو څخه هم کړېږي. په ټیټو فرهنګي کورنیو کې میرمنې نه غواړي چې له خپل خاوند سره یوځای د خپلوانو او دوستانو کورونو ته لاړ شي. میرمنې تل کوښښ کوي چې له مېړه پرته خپلوانو سره راشه درشه وکړي ځکه چې دوی یو بل ته متقابل احترام نه لري او په ډېری حالتونو کې مېرمن د خاوند له لوري په سپکو تورو یادېږي او د خپلې مېرمنې احترام ورته د فرهنګ برخه نه‌ښکاري. نو له همدې امله مېرمن غواړي چې له خپل خاوند پرته خپلوان ته ورشي.
روان‌پوهانو د لوړو فرهنګي او خوښو کورنیو لپاره ځینې شرایط یاد کړي دي چې په لاندې ډول دي:
• په خوښو او فرهنګي کورنیو کې خاوند او مېرمن تل د یوه او بل د ملاقات په تمه وي. دوی له یو بل پرته ژوند په سختۍ سره تېروي. کله چې خاوند له کار او بهر څخه ستړی راشي نو مېرمن یې د خوښۍ په اوج کې وي او کوښښ کوي چې د خپل خاوند ستړیا له منځه یوسي. خو د بدبخته او ناخوښو کورنیو جوړې بیا کوښښ کوي چې له یو بل څخه تل لرې وي. مېرمنې تل دا دعا کوي چې خاوند یې کور ته ناوخته راشي؛
• په خوښو کورنیو کې د خاوند او مېرمنې تر منځ یې ډېرې خبرې وې. دواړه کوښښ کوي چې د تېرې ورځې د کارونو په اړه خبرې وکړي او د راتلونکې ښې ورځې لپاره ښه پلان ونیسي. خو په بدبختو او ناخوښو کورنیو کې بیا خاوند یا یې مېرمن تل کوښښ کوي چې ځان مصروف ښکاره کړي. چې دواړه سره یوځای شي نو یو به اخبار وايي او بل به د ټلویزیون تماشا کوي د دواړو تر منځ به ښه خبره هم په تېزې لهجې سره وي او ډېری وخت به یو له بل سره ستونزې لري؛
• په خوښو کورنیو کې مېرمن او خاوند تل کوښښ کوي چې یو بل خوښ وساتي د یو بل په خوښه جامې اغوندي، د یو بل په خوښه خوراک تیاروي. هغه څه کوي چې مقابل لوری یې خوښوي. خو په ناخوښو کورنیو کې هر یو د خپل خوښې کار کوي یو د بل له خوښو څخه خبر نه وي؛
• د خوښو کورنیو تر منځ تل ښه ادبي او د مینې الفاظ تکرارېږي خو په ناخوښو کورنیو کې بیا بد الفاظ یا ځان ځاني الفاظ کارېږي لکه «زما کار کې څوک کار نه‌لري»، «ستا یې په ما کار نشته»، «دا زما خوښه ده»، «پر ما یې د چا پلار هم نه‌شي منلی» او داسې نور؛
• په خوښو کورنیو کې خاوند او مېرمن یو پر بل اعتماد او باور لري. د هر یوه رایه د کورنۍ د خوښۍ لپاره وي خو په ناخوښو کورنیو کې بیا خاوند او مېرمن یو پر بل تل شک کوي او یو د بل رایې ته تل د شک په سترګه ګوري؛
• په خوښو کورنیو کې خاوند او مېرمن یې تل غواړي چې د خپلوانو په محافلو کې په ګډه اشتراک وکړی خو په ناخوښو کورنیو کې هر یو کوښښ کوي چې بیل بیل برخه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button