خبرونهسلايډ

کندهارمېشتې شاعره او لیکواله عدالت غواړي

کندهارمېشتې لیکواله او شاعره، مینه انتظار هغه مهال د رسنیو په سرټکو کې یاده شوه چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې د کندهار د امنیه قومندانۍ له یوه چارواکي، جاجو سره شخړه راغله. جاجو چې د کندهار د خلکو په خبره د بشري حقونو ناقض و آغلې انتظار ته یې د مرګ ګواښونه کول.

د ۲۰۱۴ کال په مۍ میاشت کې جاجو په یوه بمي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. جاجو د کندهار د اوسني امنیه قومندان، جنرال رازق نژدې همکار و. د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه واخیست.

د مینه انتظار شعرونه او لیکنې د فېسبوک په خواله رسنۍ کې سلګونه مینه وال او خوښوونکي لري.

د مۍ پر ۲۸مه آغلې انتظار د خپلې ۲۳کلنې خور، لیلا انځور خپور کړ او ورسره یې لیکلي و چې خور یې دوې اوونۍ وړاندې ورکه شوه او اوس یې مړی موندل شوی. آغلې انتظار یې د خور په اړه لیکلي و: «خور مي درويشت کلنه او د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه. دوې اونۍ مخکي سهار د ښوونځي په لور رهي سوه او بيا کور ته راستنه نه سوه. له ورکېدو څلور ورځي وروسته ئې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا سيمي په ريګو کي جسد موندل سوی وو، چي د وجود غوښي ئې حيواناتو خوړلي وې».

آغلې انتظار هغه مهال لیکلي و چې «قاتلین معلوم دي، وبه ګورو چې انصاف به راکول سي که نه».

مینې انتظار د خپلې خور د قتل تور د کندهار د ملي امنیت پر یوه کارمند پورې کړی و: «د ليلا يو قاتل د کندهار د ملي امنيت کارمند دی، چي تر اوسه نه نيول سوی او نه د چا زور په رسيږي». آغلې انتظار زیاتوي، چې بل قاتل چې ظاهراً نیول شوی و په مسنجر کې ورته ګواښونه کوي.

دغه شاعره لیکي، چې نه یوازې دا چې حکومت یې د خور د وژنې په قضیه کې ورسره مرسته نه ده کړې، ملي امنیت ادارې يې پر کور چاپې وهلي: «نيم ساعت مخکي سپين وېګو توري سيښې موټر مو د کور مخ ته ودرېد، يو د ملي امنيت په يونيفورم کي او نور په شخصي کالو کي وسله وال مو کور ته په زور داخل سول، له کور څخه ئې يو مېلمه بوت او زما Note 3 ټليفون ئې يووړ».

مینه انتظار په ښکاره وايي چې د خور قاتل یې د ولایت د ملي امنیت کارمند دی چې تر اوسه ازاد ګرځي. آغلې انتظار وايي چې قاتلین یې پرې د «بدلمنۍ او طالبۍ» تورونه پورې کوي. له جاجو سره یې د قضيې پر مهال، دواخان مینه پال چې اوس د ولسمشر د ویاند مرستیال دی، د کندهار د ولایت ویاند و، د انتظار پر ورور یې د طالبۍ تور پورې کاوه؛ خو انتظار لیکي چې وروڼه یې د ملي پولیسو په لیکو کې کار کوي.

رسنیو ته ګواښ

آغلې انتظار نن لیکلي چې قضیه یې رسمی ده او خپلې څرګندونې يې امنیه قومندانۍ او د کندهار استیناف څارنوالۍ ته ورکړل. خو انتظار لیکي: «امنيه قومندانۍ خبرپاڼه خپره کړه او زما پر شهيدي خور ئې د بدلمنۍ تور ولګاوه».

مینه انتظار وايي، د قومندانۍ ویاند، ضیا دراني څو خبریالانو ته خبر ورکړی چې «د بدلمنۍ موضوع ته زور ورکړي».

په وروستي اقدام کې د ملي امنیت کسانو د مینې انتظار پر کور چاپه وهلې او د هغې موبایل یې له ځان سره وړی. د کندهار د ادارې د پېښو څارونکی خبریال، خالد هادي لیکي چې امنیت د نتظار پر کور ځکه چاپه وهلې چې د هغې موبایل ترلاسه کړي او د هغې شخصي حریم بدنامه کړي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button