افغانستانسلايډ

نيکولسن: سولې ته د اړ کولو لپاره به پر طالبانو بريدونه ډېر کړو

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر ويلي دي، چې راتلونکو مياشتو کې به د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره هوايي بريدونو ته زور ورکړو.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن زياته کړې ده، چې له دې کاره يې موخه دا ده، چې وسله وال طالبان له ملي يووالي حکومت سره خبرو اترو ته اړ کړي. د هغه په وينا دا هغه څه دي، چې امريکايي حکومت يې له څلورو کلو راهيسې هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د پوځي چارو شنونکي جگړه سولې ته د رسېدو لار نه بولي، بلکې په دې اند دي، چې دې سره به د سولې لږه شونتيا هم له منځه ولاړه شي.

امريکايي قوماندان ښاغلي نيکولسن خبر ورکړی، چې افغان ځواکونه به نږدې راتلونکې کې د هېواد ختيځ لور ته پراخ عمليات پيل کړي، چې د بهرنيو ځواکونو له پراخ هوايي ملاتړه به برخمن وي. امريکایي حکومت څه موده مخکې افغانستان کې خپلو مېشتو پوځیانو ته امر ورکړ، چې د طالبانو پر ضد له هرې حربې کار واخلي او پر خلاف يې هره ممکنه هڅه وکړي. ملي يووالي حکومت د امريکايي چارواکو د دې پرېکړې هرکلی کړی. خو وسله والو طالبانو يې په غبرگون کې ويلي، چې تر څو يو بهرني پوځي هم افغانستان کې وي، جگړه به روانه وي.

تېرو ورځو کې د ولسمشر غني وياندويانو څرگنده کړه، چې وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره اوسمهال هيڅ تابيا نه لري. افغانستان کې يو وار بيا په داسې حال کې د وسله والو مخالفينو پر ضد جگړې ته پاملرنه ډېره شوې ده، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د افغان ځواکونو مرگ ژوبله شل سلنه ډېره شوې ده. تېر کال نږدې شل زرو امنيتي ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button